دکابل ولایت امنیتي مسولین وایي چې د ۱۳۹۰ کال په لومړیو ۴ میاشتو کې ۶۵۵ جنایي پیښې رامینځ ته شوي دي چې ددغو پیښو په تور ۵۳۳ کسان نیول شوي هم دي
په تیرو څلورو میاشتو کې تر ټولو ډیرې جنایي پیښې دغوایی او تر ټولو کمې د حمل ( وری ) په میاشت کې رامینځ ته شوي
دکابل ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزې رییس سید ظاهر وایي چې په کابل ولایت کې جنایي جرمونه د پخوا په پرتله کم شوي خو دولسي جرګې غړي بیا وایي چې اوس هم په کابل ښار کې بیلابیل جرمونه ترسره کیږي او پولیس نه دي توانیدلي ترڅو له دغو جرمونو څخه مخنیوی وکړي .
دکابل ولایت چې ۱۴ ولسوالۍ او ۱۶ امنیتي حوزې لري هره ورځ دبیلابیلو جرمونه شاهد یي او امنیتي مسولین لټه کوي ترڅو ددغو پیښو عاملین ونیسي او له دغسې پیښو مخنیوی وکړي .
داچې څه وخت به افغان امنیتي ځواکونه وتوانیږي چې د نورو جرمونو ترڅنګ د جنایي جرمونو مخه هم ونیسي د وخت په تیریدو سره به ددغې پوښتنې ځواب پیدا شي
No comments:
Post a Comment