Wednesday, August 24, 2011

د ۱۳۹۰ کال پینځم اختطاف


دزمري دمیاشتي په شلمه نیټه دکابل ولایت له ده سبز ولسوالۍ څخه یوتن سوداګر د ناپیژندل شويو کسانو لخوا وتښتول شو له پیښې وروسته امنیتي مسولینو ددغې پیښې د څرنګوالي ،د تښتول شوي شخص د پیدا کولو او د عاملینو د نیولو لپاره خپل لټون او څیړنې پیل کړې .

دزمري د میاشتې په ۲۶ نیټه د امنیتي مسولینو څیړنو دبرمته شوي شخص ځاې معلوم کړ ، پولیسو ده سبز ولسوالۍ لورته حرکت وکړ دشپې په ۴ بجو هغه باغ ته ورسیدل چیرته چې سوداګر په یوه څاه کې ساتل کیده .

سوداګر چې عبدالله نومیده هغه یې د برمته کونکو له منګولو خلاص کړاو ددغې پیښې په تور یې درې تنه هم ونیول .دکابل ولایت امنیتي مسولین وایي چې د اختطاف شوي شخص له کورنۍ څخه یې دنومړي د خوشي کیدو په بدل کې ۱ میلیون ډالره غوښتي وه .

دکابل ولایت د جنایي څیړنو مشر سیدظاهر وایي چې دوی هیچا ته وخت نه ورکوي ترڅو په کابل ولایت کې اختطاف وکړي که چیرې اختطاف وکړي نو دوی به یې بیرته ونیسي او دغو کسانو ته ښه نصیحت دادی ترڅو له دغه راز غیرقانوني اعمالو لاس واخلي .

.

د یادولو وړ ده چې دا د روان ۱۳۹۰ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې د تښتوني پنځمه پیښه وه چې امنیتي مسولینو برمته شوی شخص د برمته کونکو له منګولو څخه خلاص کړ

Thursday, August 11, 2011

په څلورو میاشتو کې ۶۵۵ جنایي پیښې


دکابل ولایت امنیتي مسولین وایي چې د ۱۳۹۰ کال په لومړیو ۴ میاشتو کې ۶۵۵ جنایي پیښې رامینځ ته شوي دي چې ددغو پیښو په تور ۵۳۳ کسان نیول شوي هم دي

په تیرو څلورو میاشتو کې تر ټولو ډیرې جنایي پیښې دغوایی او تر ټولو کمې د حمل ( وری ) په میاشت کې رامینځ ته شوي

دکابل ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزې رییس سید ظاهر وایي چې په کابل ولایت کې جنایي جرمونه د پخوا په پرتله کم شوي خو دولسي جرګې غړي بیا وایي چې اوس هم په کابل ښار کې بیلابیل جرمونه ترسره کیږي او پولیس نه دي توانیدلي ترڅو له دغو جرمونو څخه مخنیوی وکړي .

دکابل ولایت چې ۱۴ ولسوالۍ او ۱۶ امنیتي حوزې لري هره ورځ دبیلابیلو جرمونه شاهد یي او امنیتي مسولین لټه کوي ترڅو ددغو پیښو عاملین ونیسي او له دغسې پیښو مخنیوی وکړي .

داچې څه وخت به افغان امنیتي ځواکونه وتوانیږي چې د نورو جرمونو ترڅنګ د جنایي جرمونو مخه هم ونیسي د وخت په تیریدو سره به ددغې پوښتنې ځواب پیدا شي

د ۱۳۹۰ کال د حمل د میاشتې جنایي پیښې