Saturday, May 5, 2012

Kaglechoona

Kaglechoona is a current affairs program hosted by Mujeeb Muneeb and produced by Fraidoon Azimi
It is a confronting and controversial show that investigates real criminal cases and provides a deeper and insightful analysis of the continual social issues.
It opens up about topics that are usually kept hidden behind closed doors and away from the public’s eye. The show includes interviews and personal statements from people related to the cases and people in authority.
It is aired every Tuesday at 10pm on Lemar TV and on Saturdays at 9.30pm on Tolo News.

Saturday, December 3, 2011

په تیرو ۹ کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۹۵۳۲ پیښې ثبت شوي


دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون په یوه ۹ کلن راپور کې لیدل کیږي چې ددغه کمیسیون دکار له پیل نه تراوسه پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۹۵۳۲ پیښې په دغه کمیسیون کې ثبت شوي چې له دغو پیښو څخه ۱۳۴۷۶ د فزیکي تاوتریخوالي ،۳۳۵۸دجنسي تاوتریخوالي ،۹۴۲۹ د لفظي او رواني تاوتریخوالي ،۵۹۷۸ د اقتصادي تاوتریخوالي او ۷۲۹۲ د تاوتریخوالي د نور ډولونو پیښې په کې شاملې دي .

د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي له پیښو څرګندیږي چې ۹۷.۶٪ تاوتریخوالی په کورونو کې ، ۰.۳٪ تاوتریخوالی په دفترونو کې ، ۰.۱٪ تاوتریخوالی په پوهنتونو کې ، ۰.۱٪ تاوتریخوالی په زندانو کې ، 0.6٪ په سړکونو او 1.3٪ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په نورو ځایونو کې ترسره کیږي .

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رپوټونو څخه داسې ښکاري چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د یو کال په پرتله بل کال ته ډېرې رامینځ ته شوي

په ۲۰۰۳ کال کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۹۳۸ پیښې

په ۲۰۰۴ کال کې 1468پیښې

په ۲۰۰۵ کال کې 3690پیښې

په ۲۰۰۶ کال کې 3662پېښې

په ۲۰۰۷ کال کې 5580 پېښې

په ۲۰۰۸ کال کې 6967 پېښې

په ۲۰۰۹ کال کې 5333 پېښې

په ۲۰۱۰ کال کې 6498پېښې

او د ۲۰۱۱ کال د نومبر تر میاشتې پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹۶ پیښې د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې ثبت شوي

Wednesday, October 26, 2011

Children in Afghanistan


Everyday thousands of school-aged children work on the streets. The Human Rights commission of Afghanistan have stated that more than 60 thousand children are working in Kabul alone. The economic pressure to work is affecting the future of Afghanistan as the youngsters of today are being denied their right to an education.
This Kaglechoona report will discuss the situation of working children in Afghanistan, and how we can help solve this problem.

ماشومان او درانده کارونه


په کابل ښار کې هره ورځ زرګونه ماشومان درانده کارونه ترسره کوي د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مسئولین وایي چې همدا مهال یواځې په کابل ښار کې ۶۰ زره ماشومان په درندو کارونو بوخت دي.

داچې دغه ماشومان په څه ډول درندو کارونو بوخت دي ؟ ولې درانده کارونه ترسره کوي ؟ او څرنګه ممکنه ده چې دغه ستونزه حل شي؟

دکږلېچونو ددې اوونۍ خپرونه همدغې موضوع ته ځانګړې شوې

Wednesday, September 28, 2011

د ترافیکو د ریاست خبرتیا


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو موټر چلونکو غوښتنه کړې ترڅو د موټر چلونې پر وخت په خپل ګرځنده تیلفون کې و نه غږیږي .

که موټر چلونکي په خپل موټر کې له ګرځنده تلیفون څخه غواړي اړیکه ټینګه کړي نو خپل موټر دې دسړک پرغاړه کوښه کړي او خپلې خبرې دې وکړي

دموټر چلونې پر وخت په ګرځنده تیلفون کې خبرې د ټرافیکي سیستم دخرابوالي او ټرافیکي پیښو لامل کړځي په دغه اعلامیه کې راغلي که چیرې څوک له دغه امر څخه سرغړونه وکړي نو قانونی چلند به د ترافیکود پولیسو لخوا ورسره وشي .

Wednesday, August 24, 2011

د ۱۳۹۰ کال پینځم اختطاف


دزمري دمیاشتي په شلمه نیټه دکابل ولایت له ده سبز ولسوالۍ څخه یوتن سوداګر د ناپیژندل شويو کسانو لخوا وتښتول شو له پیښې وروسته امنیتي مسولینو ددغې پیښې د څرنګوالي ،د تښتول شوي شخص د پیدا کولو او د عاملینو د نیولو لپاره خپل لټون او څیړنې پیل کړې .

دزمري د میاشتې په ۲۶ نیټه د امنیتي مسولینو څیړنو دبرمته شوي شخص ځاې معلوم کړ ، پولیسو ده سبز ولسوالۍ لورته حرکت وکړ دشپې په ۴ بجو هغه باغ ته ورسیدل چیرته چې سوداګر په یوه څاه کې ساتل کیده .

سوداګر چې عبدالله نومیده هغه یې د برمته کونکو له منګولو خلاص کړاو ددغې پیښې په تور یې درې تنه هم ونیول .دکابل ولایت امنیتي مسولین وایي چې د اختطاف شوي شخص له کورنۍ څخه یې دنومړي د خوشي کیدو په بدل کې ۱ میلیون ډالره غوښتي وه .

دکابل ولایت د جنایي څیړنو مشر سیدظاهر وایي چې دوی هیچا ته وخت نه ورکوي ترڅو په کابل ولایت کې اختطاف وکړي که چیرې اختطاف وکړي نو دوی به یې بیرته ونیسي او دغو کسانو ته ښه نصیحت دادی ترڅو له دغه راز غیرقانوني اعمالو لاس واخلي .

.

د یادولو وړ ده چې دا د روان ۱۳۹۰ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې د تښتوني پنځمه پیښه وه چې امنیتي مسولینو برمته شوی شخص د برمته کونکو له منګولو څخه خلاص کړ

Thursday, August 11, 2011

په څلورو میاشتو کې ۶۵۵ جنایي پیښې


دکابل ولایت امنیتي مسولین وایي چې د ۱۳۹۰ کال په لومړیو ۴ میاشتو کې ۶۵۵ جنایي پیښې رامینځ ته شوي دي چې ددغو پیښو په تور ۵۳۳ کسان نیول شوي هم دي

په تیرو څلورو میاشتو کې تر ټولو ډیرې جنایي پیښې دغوایی او تر ټولو کمې د حمل ( وری ) په میاشت کې رامینځ ته شوي

دکابل ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزې رییس سید ظاهر وایي چې په کابل ولایت کې جنایي جرمونه د پخوا په پرتله کم شوي خو دولسي جرګې غړي بیا وایي چې اوس هم په کابل ښار کې بیلابیل جرمونه ترسره کیږي او پولیس نه دي توانیدلي ترڅو له دغو جرمونو څخه مخنیوی وکړي .

دکابل ولایت چې ۱۴ ولسوالۍ او ۱۶ امنیتي حوزې لري هره ورځ دبیلابیلو جرمونه شاهد یي او امنیتي مسولین لټه کوي ترڅو ددغو پیښو عاملین ونیسي او له دغسې پیښو مخنیوی وکړي .

داچې څه وخت به افغان امنیتي ځواکونه وتوانیږي چې د نورو جرمونو ترڅنګ د جنایي جرمونو مخه هم ونیسي د وخت په تیریدو سره به ددغې پوښتنې ځواب پیدا شي